IQNA

په انګریزي ژبه  قرآن کریم ژباړه د څلورم ځل لپاره خپره شوه

8:37 - December 19, 2023
د خبر لمبر: 3488444
ایکنا- د مصر اوقافو وزارت  په ملتیا سره د الازهر پوهنتون  له خوا  منتخب تفسیر دڅلورم ځل لپاره خبریږي.

ایکنا نیوز د الوطن نیوز له خوا قوله راپور راکړ، د مصر اوقافو وزارت  د قرآن کریم په انګریزي ژبه د ژباړل شوي منتخب تفسیر څلورم اډیشن دخپرولو اعلان کړی دی . دغه ټاکنه ، دمصر دالازهر پوهنتون  د ژبو او ژباړو  دڅانګې د پروفیسرانو ایلیّت  یوې ډلې تیاره کړې ده .

د مصر اوقافووزارت  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دغه اقدامات په مختلفو ژبو کې د قرآڼي افکارو له پراختیا سره سره ، د اسلامی علومو په تیره بیا  د دمعنو د ترجمو  د آسانولو لپاره د وزارت  په هڅو سره په پروګرامونو کې شامل شوي دي  او د قرآن کریم تشریحات  او  په مختلفو هیوادونو کې ئې ډيرې غوښتې په پام سره  دڅلورم ځل لپاره خپریږي  او له دې لارې په درستې نړۍ کې ئې خوریدا دوام لري.

د مصر داوقافو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ،تر اوسه پورې  په انګریزي، فرانسیسۍ ،جرمني ،هسپانوي، روسي، چیني ، کروین ،البانیائي ، انډونیشیائي ، سواحلي ،اردو ،یوناني پشمول  یو شمیر ژبو کې د قرآڼ کریم ژباړې ئې خپرې کړي دي.

په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي چې دغه ایډیشن  د وزارت په رسمي ویبسایټ کې هم اپلوډ شوی څو  لک سمه ترجمه او سم درک ورڅخه ولرل شي .

په همداوروستیو کلونو کې د مصر اوقافو وزارت  دخپلو اقدماتو اوفعالیتونو  په دوام کې ډیرې هلې ځلې کړي دي ،په تیره بای دقرآن مجید په مختلفو ژبو  ژباړې سره سره نوره قرآنی فعالیتونه  ئې هم ترسره کړي او دغه لړۍ هماغه راز دوام لري.

https://iqna.ir/ur/news/3515516

captcha